فرهنګ

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون غونډه وکړه

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې اووه رسنیز شکایتونه او سرغړونې وڅېړل شوې، یو شکایت د لويې څارنوالۍ د استول شوي لیک په رڼا کې، وڅېړل وشو او وپتیل شوه چې ځواب یې لویې څارنوالۍ ته واستول شي، ټاکل شوې ده چې د دوو نورو شکایتونو په اړه به د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته