کابل باختر/ دزمري دمياشتې ٥ :
د داعش او د وسله والو طالبانو د تروريستي ډلو ١٧ تنه غړي د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښتوکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د ننګرهار ولايت د هسکې مينې او د لعل پورې د ولسواليو په ځينو سيموکې ونښتې .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو نښتوکې اوولس تنه طالبان او داعشيان وژل شوي دي. تروريستان په خپلو تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې دپوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي؛ په دغو نښتوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز ويل کيږي؛ پوځيانو د دغو نښتوپه پاى کې د طالبانو او داعشيانو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.
1 1 دقیقه لوستل