ټولنه

دمزا رشريف ښار واټونه په لمريزو څراغونو روښانه کېږي

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

دمزارشريف ښار په واټونو کې دهغو څراغونو دځړولو کار چې له لمريزي روښاني څخه چارچېږي  پرون پيل شو .

دمزارشريف دښاروالۍ مرستيال کمال الدين باختراژانس ته وويل دغه اداره په پام کې لري  چې دڅه دپاسه زر دغه شان څراغونه دمزاشريف ښار واټونو دروښانه کولو لپاره  وځړوي .

دده دڅرگندونوله مخې دغه څراغونه دمزارشريف ښاروالۍ له بودجي څخه ديو مليون افغانيو په لګښت  دبريښنا دلګښت دمخنيوي او دښار اودروضيې شريف  دشاوخوا ساحودلازياتي ښکلا په خاطر د ١٣٩١ کال دغبرګولي دمياشتې ترپاى پورې په ټاکلو واټونو کې ځړول کېږي .

خبرځاى زياته کړه تراوسه پوري دوه سوه پنځوس ستنې درول شوي دي اوپه هغه صورت کې چې دغه پروګرام بريالي وي له ازبکستان څخه په وارداتي بريښناباندې فشار کمښت مومي .

ده زياته  کړه دغه پروګرام په داسې  حال کې عملي کېږي چې په بلخ ولايت کې دبريښنا پرچاوي له دريو کلونو ر ا په دې خوا دخلکو اساسي ستونزي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته