سیاست

جمهور ريیس غني د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل

 کابلباختر د زمري ٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیر پییر مایډون سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د اروپايي ټولنې سفیر وویل، دوی په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي او د اساسي او ستراتېژیک شریک په توګه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.
جمهور ريیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د اروپایي ټولنې له سفیر څخه یې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او ولسمشریز ټاکنو د ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ویل، افغانستان د اروپایي ټولنې په ګډون له خپلو ټولو نړیوالو شریکانو سره د ښو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته