فرهنګ

دهيواد دځوانانو غوښتنې دسارک په کنفرانس کې طرحه شوې.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو د چارو د معينيت دپروګرامونو رياست سرپرست دسارک دغړو هيوادونو په کنفرانس کې چې په نيپال کې جوړ شوى وګډون وکړ دغه کنفرانس ديو-ان-اف –پي-اى له خوا دسيمې دهيوادونو او دخپل اړوند هيواد په مسلو کې دځوانانو د رول په مشارکت د ټينګار په مقصد جوړ شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې کنفرانس کې دافغانستان ، هندوستان نيپال ،سريلانکا،مالديف ،بوتان او د پاکستان دهيوادونو دځوانانو او مدني تولڼو استازو ګډون کړى و.
دکنفرانس دکار په پيل کې دامريکا جمهور رييس او دملګرو دملتو دسازمان سرمنشي دکنفرانس په نامه په خپلو ليکلو پيغامونو کې له هيوادونو څخه وغوښتل چې دمهمو موضوعګانو په باب په تصميم نيولو کې ځوانانو ته زيات رول ورکړ شي او د ځوانانو د ودې لپاره پانګونه وکړي.
په دې کنفرانس کې دبرخه والو  هيوادونو استازو دځوانانو دحالت په باب خبرې وکړې او دافغانستان استازي هم دځوانانو دحالت او دغه راز دځوانانو دستونزو او محدوديتونو او دهغوې دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې دافغانستان اسلامي جمهوريت هغه ژمنې عملي کوي چې دځوانانو داستعدادونو د ودى لپاره يې ورکړي دي دهيواد دځوان قشر استازي په دې کنفرانس کې دهيواد دځوانانو غوښتنې دسارک دغړو هيوادونو له استازو سره شريکې کړې او څرګنده يې کړه چې بايد دسارک دغړو هيوادونو دځوانانو تجربې له يوبل سره شريکې شي .
ځوانانو ته دتعليمي بورسونو زمينې برابرې شي او دافغانستان ځوانانو ته دسارک په غړو هيوادونو کې د زده کړې زمينې برابرې شي.
دغه راز د سارک دکلني فرهنګي جشن جوړول او هغو اشاخصوته دمډالونو ورکول چې په تصميم نيولو کې ځوانانو ته رول ورکوي په دې کنفرانس کې دموږ دهيواد دځوانانوداستازي له نورو غوښتنو څخه وو.
په دې کنفرانس کې له افغانستان څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت د پروګرامونو رياست سرپرست حضرت الله شريفى ،بهرنيو چارو وزارت استازي او دځوانانو او د مدني ټولنې دووتنو استازو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته