فرهنګ

په بغلان کې د سولې په اړه فرهنګي پروګرام جوړشو

کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر
د آستانې فرهنګي او ادبي ټولنه له یوشمېرشاعرانوسره پرون په پلخمري کې د سولې لپاره د شعرترعنوان لاندې د مشاعرې پروګرام جوړکړ.
د آستانې د فرهنګي او ادبي ټولنې مسوول محمد داوود بې دنیا باخترآژانس ته وویل چې د دغه پروګرام د جوړولوموخه سولې ته پېغام رسول او جګړې ته نه ویل دي.
هغه وویل چې د شعرپه قالب کې ځوانانو په بېلابېلوژبو له جګړې څخه خپله کرکه څرګنده کړه او په ټول هېواد کې د سولې غوښتنه وکړه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته