سیاست

د جمهوررئیس غني په حضور کې د فواید عامې وزارت شپږ قراردادونه لاسلیک شول

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٢نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشررف غني په حضور کې پرون له غرمې مخکې د سرکونو د قیرولو او مراقبت د شپږ پروژو قراردادونه د فواید عامې وزیر او د بېلابېلو قراردادي شرکتونو مسوولینو لاسلیک کړل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د یادو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې چې د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شول، یوشمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، د فواید عامې وزیر یما یاري دغه قراردادونه، افغان صداقت، افغان باختر، اسلام ټردینګ کانسرسیوم، مشرق، یونیک بلډرز او افغان ټکنالوجست، ابرام ګلوبل ګروپ او اسلام تردینګ کانسرسیوم له استازو سره لاسیلک کړل. په دغو قراردادونو کې د کندز ولایت د امام صاحب ښار د ۱۱،۹۵۴ کیلو متر اوږد سړک قیرکول، د لوګر ولایت له خوښۍ څخه تر محمداغې پورې د ۲۶،۵۷۷ کیلو متر اوږد سرک جوړول،د کابل- لوګر سړک (د لوګر د تېلو ټانک څخه تر چهل دختران پورې د ۷ کیلو متر اوږد سړک پروژه، له کابل څخه تر میدان ښار پورې دویم لین. له کمپنۍ پله څخه تر دراني بازار پورې د ۲۴،۵۵ کیلومتر په اوږدوالي لومړۍ برخه، په ۵۱،۱۷۱ کیلو متر اوږدوالي د تالقان ښار د داخلي سړکونو د پاتې کارونو پروژه او د قندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف پورې د ۳۴،۲ کیلو متر په اوږدوالي دسړک دویم لاټ پروژې شاملې دي چې د دولت انکشافي بودجې څخه تمویلېږي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته