امنیت

نهه تنه بنديان د پنجشيرله جيل څخه آزاد شول

پنجشير باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠:
نهه تنه بنديان نن د پنجشير ولايت له جيل څخه آزاد شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: 
دغه بنديان د مجاهدينو د برياليتوب د پنځه ويشتمې کاليزې په مناسبت د جمهوري رياست د فرمان له مخې آزاد شول.
د پنجشير ولايت د جيل آمر جنرال عبدالوکيل وايي چې همدا اوس څه د پاسه  يوسلو ديرش تنه د پنجشير په جيل کې د خپل محکوميت دوره تيروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته