امنیت

په روزګان کې ددريو تنو ځانمرګو يرغلګرو وژل کيدل .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
درې تنه ځانمرګي يرغلګر په روزګان ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو يرغلګرو نن له غرمې مخکې کله يې چې غوښتل  په دهراود ولسوالۍ  کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي  ددغو پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
  په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل: درې تنه ځانمرګي يرغلګر په دهراودولسوالۍ کې ددوى له خوا دپوځيانوپه کاروان دبريد په وخت کې ددغو پوځيانو د ډزو له امله ووژل شول .
ده وويل: پوځيان ديولړ عملياتودترسره کولو لپاره روان و چې په لاره کې يې له دغو ځانمرګو يرغلګرو سره نښته وکړه .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې  دروزګان ولايت په  مرکز ترينکوټ ښار او دچارچينو په ولسوالۍ کې کشف شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته