کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د ملي دفاع وزارت وایي چې افغان هوايي ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بریدونو کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال
3 د یوې دقیقې څخه لږ