ورزش

ولي هوتک خپل روسي سيال تسليمدو ته اړکړ.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دافغانستان د آزادې مبارزې اتل ولى هوتک تيره شپه خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : ولي هوتک په مسکو ښارکې په خپله نولسمه مبارزه کې خپل روسي سيال ايوان کازاچينکو يې په دويم روند کې تسليمدو ته اړ کړ.
ولي هوتک پنځه مياشتې مخکې په همدغه رينګ کې خپل بل روسي سيال يوري ريابوته ماتې ورکړى و .
دغه اتل ورزشکاردخپل برياليتوب له امله ټولو هيوادوالو ته مبارکي وويله او دچارو له هغو مسوولينو څخه چې روسې ته يې د ده دسفر زمينه برابرې کړې ده مننه او قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته