سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوي : لاتراوسه پورې د دې وخت نه دى رسيدلى چې وويل شي دغازي آباد د تروريستي بريد ترشا کوم کسان لاس لري.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  له هغې ډار اچوونکې پيښې سره  چې له   امله يې دملي اردو شل تنه سرتيري شهيدان شول ، دبګرام له جيل څخه دبنديانو دخلاصون دپيوند احتمال  رد کړ .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  : دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  په  دې اړوند ديوې  پوښتنې  په ځواب کې وويل، چې لاتراوسه پورې ددې وخت نه دى رارسيدلى چې وويل  شي په دې بريد کې په مستقيمه توګه دپاکستان لاس شامل دى خو  په دې اړوند تحقيقات او پلټنې دوام  لري.
ده دغه راز وويل  چې د  بګرام   بنديان  د دقيقي قضايي او عدلي څيړنې له مخې آزاد شوي دي او ګومان نه کيږي چې دغه موضوع  دبنديانو له خلاصون سره پيوند ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته