ورزش

د کرکټ ملي پوشانو لندن ته روان شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٦
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ورزشکاران پرون انګلستان ته روان شول.
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ورزشکاران د ٢٠١٦ نړيوال جام سياليو ته د لارې موندلو په موخه پرون لندن ته روان شول او ټاکل شوې ده هلته د يوې اوونۍ په بهيرکې څلور تمريناتي سيالۍ ترسره کړي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: وروسته د کرکټ د ملي ټيم ورزشکاران اسکاتلند ته ځي او د روان ميلادي کال د جولاى د مياشتې په ٧ نيټه له هانکانګ سره او د جولاى په ٩ نيټه به خپله رسمي سيالۍ د هالند له ټيم سره ترسره کړي.
د هوتک دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې به د ١٤ برخه والوهيوادونوله جملې څخه ٦ هيوادونه د ٢٠١٦ نړيوال جام سياليو ته لاره ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته