سیاست

نيويارک ټايمز:طالبانو او داعشيانو په ميرزا اولنګ کې عام وژنه وکړه .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
  دامريکا دنيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله نوي ګڼه کې ليکلي دي چې طالبانو او داعشيانو دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې څه ناڅه پنځوس تنه ملکي وګړي شهيدان کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې، دنيويارک ټايمز ورځپاڼې د سيمه ئيز مقاماتو له خولې ليکلي دي چې دطالبانو ډله دمحمد غضنفر په نامه دداعش له قوماندان سره يوځاى دميرزااولنګ په کلي بريد وکړ اوپنځوس  تنه ملکي وګړي په بې رحمانه ډول شهيدان کړل .
ورځپاڼې دسيمې داوسيدونکو له خولې ليکلي دي چې امنيتي ځواکونه له څو ورځو  راپديخوا هلې ځلې کوي هغه خلک چې په سيمه کې بند پاتې دي وژغوري .   دسرپل دوالي وياند دغې امريکايي ورځپاڼې ته ويلي دي چې يوسلو  پنځوس تنه په ميرزا اولنګ کې  بند پاتې دي . او که چيرې ډير ژر له هغوى سره مرسته ونه شي  ښايي  د پنځوسو تنو له برخليک سره مخامخ شي .
دګاردين  ورځپاڼې هم  ددغه موضوع په باب ليکلي دي چې په ميرزا اولنګ کلي کې داستوګنې ديرش کورونه دطالبانو له  خوا سوځول شوي دي .
ګاردين  دسيمې دخلکو له خولې ليکلي دي چې دطالبانو او داعشيانو ډلو په دې بريد کې لاس درلود چې شمير يې زرو تنو ته رسيدل .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته