فرهنګ

دځوانانو معينيت څه دپاسه زرو تنو نورو ځوانانو ته دلوړو زده کړو زمينه برابره کړه.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت دهيواد دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې  يو زرو لسو تنو ځوانانو ته دزده کړې زمينه برابره کړه.

دباختراژانس دخبرله مخې،داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي  دلوړو زده کړو له موسسو سره دقراردادونو دلاسليک کولو  په مراسمو کې وويل: دځوانانو دچارو معينيت  ځوانانو ته دتحصيلي زمينو دبرابرولو په مقصد دخصوصي  لوړو زده کړو  له موسسو سره  دقراردادونو دلاسليک کولو په لړ کې نن دفارياب ولايت اودرخشان اودکابل دهديه دارالمعلمين له تحصيلي موسسو سره قراردادونه لاسليک کړل چې دهغو له مخې يو زرو لسو تنو ځوانانو ته په وړيا ډول اوپه سلو کې دپنځوسو په تخفيف سره دلوړو  زده کړون زمينه برابريږي.

دځوانانو دچارو معين زياته کړه  چې دځوانانو معينيت  په مرکزاوولايتونو کې دليسانس  اوماستري په تحصيلي بورسونو سربيره دځوانانو دظرفيت دلوړولو په مقصد يوشمير ،ځوانان دلنډمهالو بورسونو له لارې هندوستان ته استوي.

ده وويل چې دروان کال له پيل څخه  تراوسه پورې دخصوصي  لوړو زده کړو په موسسو کې لس زره شپږسوه  لسو تنو ځوانانو ته دلوړو زده کړو زمينه برابره شوې ده او هلې ځلې کيږي چې دکال تر پايه پورې دغه شمير ديرشو زرو تنو ته ورسيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته