اقتصاد

په سمنګانو ولايت کې په بزګرانو د کرنې اصلاح شوي تخمونه وويشل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په سمنګانو ولايت کې په ٢٣٠٠ بزګرانو د کرنې ١١٥ ټنه اصلاح شوي تخمونه وويشل شول.
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو آمر نور محمد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو تخمونو ټوله بيه کابو ٤ مليونو ٢٥٠ زرو افغانيو ته رسيږي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د کرنې د تخمونو د توليد له شرکتونو څخه پيرودل شوي او په بزګرانو له اصلي بيې څخه يې په سلوکې په شپيتو تخفيف سره وويشل شول.
ده وويل: د کرنې د دغو اصلاح شويو تخمونو د ويش موخه د کرنې د اصلاح شويو تخمونو تکثير او رواجول دي چې د بزګرانو دکرنيزو محصولاتو او داقتصاد لوړولو په موخه په پام کې نيول شوي دي او تجربو ثابته کړې ده چې دغه تخمونه د افغانستان د اوبو او هوا له اقليم سره سمون لري او د دوديزو تخمونو په نسبت زيات حاصل ورکوي.
د ده د څرګندونو له مخې: يوه پنځوس کيلويي پورې د غنمو د کرنې اصلاح شوي تخم د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته په ١٨٤٥افغانيو تماميږي . خو دوى د دغه وزارت په لارښوونه يوه بورۍ د ٨٣٨ افغانيو په بدل کې پلوري.
دى وايي چې د کرنې اداره دغه پيسې له بزګرانو څخه راټولوي او د بزګرانو د کوپراتيفونو په حساب کې يې تحويلوي او له دغو پيسو څخه د هر ولايت د بزګرۍ د کوپراتيفونو د ودې او پرمختيا په مقصد پکې پانګونه کوي.
د ده د څرګندونو له مخې: دغه اندازه اصلاح شوى تخم د بزګرانو د ځمکه والۍ د ساحې په پام کې نيولو سره د سمنګان ولايت مرکز ايبکو ته ٣٩ ټنه، د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره ٢٧ ټنه، د روى دو آب ولسوالۍ لپاره ٢٠ ټنه، د فيروز نخچير ولسوالۍ لپاره ١٠ ټنه، د خرم سارباغ ولسوالۍ لپاره ٥ ټنه او بر او کوز دره صوف ولسواليولپاره ١٤ټنه په پام کې نيول شوي دي.
په همدې حال کې بزګرانو د دغو تخمونو د ويش له امله خوښي څرګنده کړه او وايي چې دغه تخمونه د دوى د مکه والۍ د ساحې په نسبت ناڅيز دي .
د ايبکو د دغان د کلي يوه بزګر غلام رسول وويل: زه لس جريبه ځمکه لرم او د هغې د کرنې لپاره شپږو ٥٠ کيلويي بوريو تخمونو ته اړتيا لرم، خو د دغه پروګرام له لارې يوازې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ غنم را ته راکړى شوي دي.
دغه بزګر څرګنده کړه چې پخوانيو تخمونو د حاصل ورکولو خصوصيتونه له لاسه ورکړي دي، په همدې دليل کله چې پخواني تخم مو په ځمکه کې وکاره؛ ښه حاصل مو ورڅخه ترلاسه نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په مياشت کې هم د سمنګانو په ولايت کې په ٢٧٠ تنو بزګرانو د چک هېواد په مالي مرسته د (پن) موسسې له خوا د يو مليونو دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو په ارزښت په سمنګانو ولايت کې په اړو کسانو د غلو دانو او د سبو ١٢ ډوله اصلاح شوي تخمونه ويشل شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته