امنیت

په زابل کې دماين ښخونو دلسګونو عاملانو نيول کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
د لسګونو مرګانيو بمي  بريدونو عاملان په  زابل ولايت کې ونيول شول .دغه کسان  دزابل ولايت دمرکز قلات ښار  په ګډون  دځانمرګوبمي بريدونو په وخت کې ونيول شول.
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ميرويس  نورزي  دباخترآژانس خبريال ته وويل چې نيول شويو کسانو  په زابل کې دماين ښخولو په لسګونو پيښو کې د ګډون  اعتراف کړى دى.
درارسيدلو خبرونوله مخې :  دغه  کسان  دپوليسو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته