کابل باختر د ليندي نهه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دنجونو ديوه ښوونځي نوي تاسيسات ګټې اخستنې ته وسپارل شول
دغه تاسيسات دناروې هېواد له خوا دڅه نآڅه يوسلو اويا زروامريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي .
دفارياب دوالي مرستيال عبدالمقيم راسخ باختراژانس ته وويل چې په نويو تاسيساتو کې په يوه پوړ کې شپږ درسي خونې ، کتابتون او نورې تعليمي اړتياوې په پام کې نيولې شوي دي .
دنويو تاسيساتو په جوړيدو سره سلګونو تنو زده کوونکو ته چې ددرسي خونو دکمښت په نسبت په پرانستې فضا کې زده کړه کوله دزده کړې مناسب ځاى برابر شو .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ