فرهنګ

دبي بي فاطمي دزيږيدنې درناوي وشو .

کابل باختر دثور ٢٣

  داسلام دستر پيغمبر  دلور  بي بي فاطمه الزهرا دنيګمرغه  ولادت ورځ نن دبغلان ولايت ددولتي ادارو درييسانو ، درنو عالمانو او دپوهنې داستادانو او زده کوونکو په ګډون ددغه ولايت دښځو دچارو رياست له خوا ديوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .

 په هغي غونډه کې چې له همدې امله  ددغه ولايت دښځودچارو درياست دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې رحيمې ظريفي  په خپلو خبرو کې له  هغه وروسته چې برخه والو ته يې ددغې حضرتې دنيکمرغه   ميلاد له امله مبارکي وويله ددغې حضرتې داخلاقو او شخصيت  په باب يې معلومات ورکړل .

 يوې ميرمنې قناعت په   خبرو   کې په دې ترڅ کې  چې دحضرتې  بي بي فاطمي د نيکمرغه  ولادت دکاليزې له امله يې برخه والو ته مبارکي وويله   ميرمنو ته يې دديني علومو دکتابونو دټولنيزو مرکزونو  نشتوالي په خپلو  حقوقو  دښځو دنه پوهيدو  په باب يوه اساسي ستونزه وبلله  او څرګنده يې کړه چې په ټولنه کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي مهم او بنسټيز عامل د  ښځو او نارينه و   ترمنځ نا انډوليزه پرمختيا ده او ښځوته يې دديني  روزنيزو مرکزونو دجوړولو غوښتنه وکړه .

 په غونډه کې دولايت دمقام استازي له څو تنو نورو سره  هريوه په وار سره دموضوع په باب  خبرې وکړې او غونډه دسوغاتونو په ويشلو او دخير په دعا سره پاى ته روسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته