امنیت

په قندهار، روزګان او زابل کې د٢٩ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٠  :
د هېواد په  بېلابېلوسيموکې  دافغان امنيتي  ځواکونو دعملياتوپه بهيرکې  ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په  تيرو ٢٤ساعتوکې د شفق _ ٤٥ په نامه د امنيتي ځواکونو د محاربوي عملياتو په بهيرکې چې هوايي او توپچي ملاتړ ورسره و، د قندهار ولايت په مربوطاتوکې  ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې ددښمن  يو کرولا ډوله موټر، يو بايفور او يو موټر سايکل ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې : 
د زابل  ولايت د شاجوى او د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغو ځواکونو په جلاجلا چاڼيزو عملياتوکې شپږ تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دوه تنه دتروريستي عملياتو دترسره کولو په اړوند نيول شوي دي .
دغه راز د روزګان ولايت د درافشان درې په نيازي سيمه کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې د ملاباري په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې يو  قوماندان ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته