سیاست

جمهور رئیس غني د بامیانو د ولایتي شورا له غړو سره وکتل

کابل باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس تېر ماښام د بامیانو د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د بامیانو د ولایتي شورا رئیس د ګردن‏ دېوال سړک د کار دوام، حوزوي روغتون ته د بامیانو د روغتون ارتقا، د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي د ایجاد، د کهمرد او سیغان ولسوالیو ستونزو ته رسیدګي، د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته پاملرنه او د بابا ښارګوټي د منظورۍ په اړه یې د دغه ولایت د خلکو غوښتنې او ړاندېزونه مطرح کړل.
جمهوررئیس غني د ولایتي شورا رئیس د خبرو له اورېدو وروسته، د بامیانو له والي سره د ولایتي شورا له منسجمو نظرونو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د مرکزي سیمو د سړکونو په اړه واضح تعهد وجود لري.# 
پای – ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته