ورزش

د هيواد د شپاړلس کلنو ځوانانو د فوټبال ټيم بنګله ديش ته لاړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د هيواد د فوټبال دشپاړلس کلنو ځوانانو ملي ټيم د آسيا د جنوب په سياليوکې د ګډون په مقصد بنګله ديش ته لاړ.
دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر علي کاظمي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د شپږو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون سبا د بنګله ديش په کوربه توب پيليږي او زموږ دهيواد دشپاړلس کلنو ځوانانو ملي ټيم به په ب ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه دمالديف له ټيم سره وکړي.
ددغو سياليو په ب ګروپ کې د افغانستان، مالديف او نيپال ټيمونه او په الف ګروپ کې هند، سريلانکا او د بڼګله ديش ټيمونه شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته