امنیت

درې تنه مسافران دوسله والو طالبانوله خوا وتښتول شول .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
په نورستان ولايت کې درې تنه مسافران تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا  وتښتول شول .
  يرغلګرو دغه درې تنه مسافران دپارون ښار په يوه تګلوري کې له موټر څخه ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل .
په نورستان ولايت کې يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس  خبريال ته وويل چې تښتول شوي کسان دنورستان  ولايت په ګاونډ کې دکونړ ولايت اوسيدونکي دي او دکار او مزدورى لپاره دنورستان ولايت دبرګ مټال  ولسوالۍ ته روان و .
  تراوسه پورې  ددغې انسان تښتوونې انګيزه  نه ده روښانه  شوې  . طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته