فرهنګ

دعبدالغني خان د مقام د درناوي د سيمينار د جوړولو دکميسيون مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ د پښتو ژبې او ادب د مشهور ويناوال عبدالغني خان د مقام د درناوي د سيمينار د جوړولو مقدماتي غونډه نن د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې د يوشمېر اديبانو، د نظر  د خاوندانو او د علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوه؛ ډاکتر رهين خبرې وکړې او ويې ويل: د ادبي او فرهنګي شخصيتونو د قدردانۍ په لړکې په دې وروستيو وختوکې د پښتو ژبې او ادب د ستر ويناوال عبدالغني خان د زيږيدنې د سلمې کاليزې خبره ده؛ هغه شخصيت چې په پښتو ادب په تېره بيا د غزل په خاصو لارو چاروکې ممتاز شخصيت دى.
په دې غونډه  کې له خبرو اترو او د نظريو له څرګندويدو وروسته وپتيل شوه چې په راتلوونکې غوڼده کې چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې به جوړه شي؛ د سيمينار د علمي مطالبو او ويناوالو فهرست وټاکل شي.
د پښتو ژبې او ادب د ستر ويناوال عبدالغني خان د مقام د درناوى سيمينار به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د راتلوونکى کال په پسرلي کې جوړ شي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين باخترآژانس ته وويل چې په دې سيمينارکې د ګډون لپاره به د هيواد ادبي ټولنو او د خيبر پښتونخوا ايالت اديبانو او ادبي شخصيتونو ته بلنه ورکړى شي.
  مينه وال کولى شي ددغو شمېرو له لارې اړيکې ونيسي:
جلال نوراني: ( ٠٧٩٨١١٧٨٦٦) ، استاد حبيب الله رفيع: ( ٠٧٠٠٢٧٨٢٤٢) او فضل واحد کريم: (  ٠٧٠٠٠٦٠٩٩٦)

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته