کابل / د مرغومي ٥مه / باختر :
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو رسنیو دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : د وسله والو طالبانو له لورې د يو ښخ کړى شوي ماین د چاودنی له امله يو ملکي وګړی ټپی شو او ماین کشف او شنډ کړاى شوی دی. وسله والو طالبانو پرون د ننګرهار د غنی خیلو ولسوالی د ګولایی سيمې په لارکی يو ماين ځاى پرځاى کړى و چی له امله یی یو ملکی وګړی ټپی شو. ټپی شوی کس د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوی دی.
د یوبل خبرله مخی : وسله والومخالفینو د دغه ولايت د هسکی مینی ولسوالۍ د هارون بابا په سیمه کی يو ماين ښخ کړی و چی د لومړۍ سرحدي لوا د ٧ کنډک د ماین پاکولو ټیم له لوری کشف اوشنډ کړاى شو .
وسله والی تروریستی ډلی هڅه کوي چی د ماينونو په چاودنې سره ملکي وګړو مرګ ژوبله واړوي . پاى ذ