امنیت

د ملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول

 کابل باختر دوږي دمياشتې  ١ :
د ملي اردو څلورتنه سرتيري نن سهار د  کابل ولايت په  کلکان ولسوالۍ کې دماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دکابل ولايت دپوليسو يو خبرځاى ددغه   خبرپه تائيدولوسره دباخترآژانس  خبريال ته وويل : دغه سرتيري هغه وخت ټپيان شول چې دسپرلۍ موټريې دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دوى  په ساحه کې  په ګزمې بوخت وو.
تراوسه پورې ددغې پيښې عاملين نه دي پيژندل شوي او پوليسو په دې برخه کې   پلټنې پيل  کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته