ټولنه

د ننګرهار پالنځي ماشومانو مرستې ترلاسه کړې

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر
په ننګرهارکې د "الندوه" روزنتون پر لسګونو يتيمو ماشومانو خوراکي توکي، جامې او  درسي لوازم ووېشل شول.
دغه مرسته "وامه" مرستندوى بنسټ ووېشله.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد باختر آژانس ته وويل چې په دې پړاو کې د "الندوه" روزنتون له ٨٦ يتيمو ماشومانو سره مرسته وشوه.
د "الندوه" خيريه بنسټ مسووله دغه راز وايي چې ټاکل شوې ده له لسګونو بېوزلو او يتيمو زده کوونکو سره مرسته وکړي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته