فرهنګ

دکابل دفرهنګي برخو دکتنې پروګرام ترسره شو

کابل/ د مرغومي ١٨ مه/ باختر 
دکابل دفرهنګي اوونۍ په مناسبت نن دکابل دفرهنګي برخو دکتنې پروګرام  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر دمعينيت له خوا ترسره شو.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخلکو دفرهنګ رييسې محبوبې بابکر خيل وويل ؛  چې په دې پروګرام  کې  دتيمورشاه دمقبرې معرفي کول ، په ملي ارشيف کې  دخطي نسخو داثارو  دنندارتون کتنه  اوپه ملي موزيم کې داسلامي اثارو  په نندارتون کې  ګډون شامل دي.
دکابل فرهنګي اوونۍ خلکو ته دتاريخي ځايونو دمعرفي  کولو په مقصد پيل شوې ده .
په دې فرهنګي پروګرام  کې  دمحصلانو او دفرهنګي شخصيتونو په ګډون يو زيات شمېر ځوانانو ګډون کړي وو.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته