کابل/باختر/ دچنګاښ ٧مه :
د ملي اردو منسوبانو د هېواد په بيلابيلو برخو کې په څو چاڼيزو عمليات کې ٣٧ وسله وال ډاراچوونکي ووژل .
باخترآژانس د ملي دفاع وزارت د وياند دفتر دمعلوماتو له خولې خبر راکړ ؛ د ملي اردو منسوبانو په تيرو ٢٤ساعتو کې د١٣چاڼيز عمليات په تخار ، پکتيا ، هلمند ، فارياب ، هرات ، روزګان ، فراه ، بلخ ، بغلان ، غزني ، کونړ، نيمروز او بدخشان ولايتونو کې ترسره کړل چې په پايله کې ٣٧ وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول ٢٤ ټپيان او درې نور يې ونيول شول .
په عملياتو کې له ٥٠٠ کيلو ګرامو نشه يي توکو سره يو شمير جنګي وسايل ترلاسه
شوي ، ٤٤ ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول او دغه راز په چاوديدونکو توکو بار
يو موترهم له منځه يووړل شو .
پاى ذ