نړۍ

بارک اوباما نن د امريکا خلکو ته په خطاب کې وينا کوي

واشنګټن باختر دسلواغي اتمه :
ټاکل شوې ده د امريکا جمهور رييس بارک اوباما نن ددغه هيواد خلکو ته په خطاب کې خپله وينا واوروي.
ښايي چې اوباما په دې ويناکې د مسلکي کسانو د روزنې او د هغو کسانو د تقاعد د مصوونيت او د کار د ځاى د پيداکولو لپاره چې له اوږدې مودې راپديخوا وزګار دي؛ يو لړ اقدامات اعلام کړي او دغه راز د هغو امريکايي سرتيرو د شمېرپه باب به معلومات ورکړي چې ټاکل شوې ده په افغانستان کې پاتې شي.
دغه موارد ټول د بې وزلوکسانو او د بډايوکسانو ترمنځ د توپير د کمښت لپاره اقتصادي خوځښتونه دي چې سپينه ماڼۍ ورباندې تمرکز کړى دى.
د اوباما دغه وينا به چې دکانګرس  په ګډ مجلس کې اورول کيږي؛ د ټلويزيون له لارې د مليونونو تنو امريکايانو له خوا واوريدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته