سیاست

جمهور رئیس غني د ترکیې له لوی درستیز سره وکتل

کابل_باختر د وري د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ترکیې له لوی درستیز هولوسي اکار او ورسره پلاوي سره يې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي هولوسي اکار د ترکیې د جمهور رئیس او لومړي وزیر سلامونه او نېکې هیلې جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.
هغه وویل، د افغانستان او ترکیې تر منځ دوستي یوازې د دوو حکومتونونه ، بلکې د دوو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستي هم ده او ترکیه دې دوستي ته د قدر په سترګه ګوري او له دغو اړیکو او مشترکاتو سره ګډ ارزښتونه هم ایجاد شوي دي.
د ترکیې لوی درستیز زیاته کړه، له نړیوالو همکارانو سره یو ځای په ځانګړي ډول د ناټو سازمان چوکاټ کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ستراتیژیکې او ژورې دي.
ښاغلي هولوسي اکار وویل، ترکیه په داخل او سیمه کې د ترهګري پر ضد مبارزه کوي او افغانستان یې له دې امله چې له ترهګري سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، وستایه.
هغه ډاډ ورکړ، چې هېواد یې د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو نظامي او امنیتي همکاریو ته دوام ورکوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان او ترکیې اړیکې لرغونۍ او ژورې وبللې او څرګنده یې کړه، په افغانستان کې د اردو اساسي بنسټ د ترکانو له تجربو څخه په ګټه اخیستنه اېښودل شوی دی.
جمهور رئیس غني  په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د امنیت د تامین لپاره د ناټو، ایساف او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې د دوامدارې همکاري قدرداني وکړه. 
همدارنګه جمهور رئیس د وارسا کنفرانس د پرمختګ د څرنګوالي په هکله چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تازه ژمنو په خاطر جوړ ېږي، خبرې وکړې او افغانستان ته د زیات نړیوال ملاتړ د جلب په برخه کې یې د جمهور رئیس اردوغان له همکاري څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس وویل، د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي او په وارسا کنفرانس کې د دواړو هېوادونو د زیات تیاري په خاطر دې د دواړو هېوادو د دفاع وزارتونه یو له بل سره زیات بحثونه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته