کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٨ :
په داسې حال کې چې دميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د زبرځواکونوله خوا د زرګوجريبه دولتي ځمکې د غصب خبرې کيږي؛ سيمه ييز مسوولين وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به د دغې ځمکې په استرداد کې اقدام وشي .
دميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي: د زبرځواکو له خوا د دولتي ځمکې غصب د منلو وړ نه ده او په ډير لنډ ممکن وخت کې به له عاملانو سره يې قانوني چلند وشي .
د ترلاسه شمېرنو له مخې: په وروستيو کلونو کې څه دپاسه شپږ زره جريبه دولتي ځمکه د سيدآباد اونرخ په ولسواليوکې د سيمه ييزو زبرځواکو له خوا غصب شوې ده.
د دغې ځمکې يوه برخه د نمرې په ډول د پيسو په بدل کې په خلکو پلورل شوې ده او په ځينو مواردوکې تجارتي تاسيسات پکې جوړ شوي دي.
د ميدان وردګو په ولايت کې يوه سيمه ييز مخور مولوي محمددين دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو ځمکو بېرته ترلاسه کول د مرکزي مقاماتو په قوي ارادې او هڅو پورې تړاو لري .
په همدې حال کې دميدان وردګو والي دسيدآباد ولسوالۍ له مشرانو سره په غونډه کې وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به غصب شوې ځمکه بيرته ترلاسه شي .
ده سيمه ييزو مسوولينو ته خبردارى ورکړ چې په غصب شوې دولتي ځمکه کې د کار د دوام مخه ونيسي .
د ميدان وردګو والي وايي چې د دغې ځمکې د استرداد لپاره يې يو کميسيون موظف کړى دى.
ده ددولتي ځمکې غاصبانو ته خبر دارى ورکړ: که چيرې دغه ځمکه مسترده نه کړي؛ له قانوني چلندسره به مخامخ شي .
0 1 دقیقه لوستل