امنیت

شل وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

 کابل / باختر/ د زمري ١٠مه
په کندز کې ٢٠ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي منسوبينو په هغو هوايي او ځمکنيوعملياتوکې چې دکندز د قلعه زال ولسوالۍ او ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند د قيماقچي کلي په مربوطاتوکې د طالبانو د يوه کليدي سرګروپ په مختار مشهور د قاري نعمت الله پر قرارګاه باندې وشول، وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې ١٠ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د واده په مراسمو کې د وسله والو طالبانو په ډزوکې ٢ ملکي وګړي شهيدان او درې نور ټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته