ټولنه

تبصره

 -کابل باختر د وري  نهمه :
داوبو نړيواله ورځ  سږ کال  په افغانستان کې (_اوبه دټولو لپاره )   تر عنوان لاندې  ونمانځل شوه
داپه داسې حال کې ده چې دسطحي  او تر ځمکې لاندې اوبو کمښت او پرله پسې  وچګاليو  ، په افغانستان کې داوبو مديريت په يوې اړتيا بدل کړى دى . دباختراژانس مفسر ليکي: افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې داوبو بډاى سرچينې لري دغه هېواد داوبو داسې الهي سرچينې لري چې که چيرې په سمه  توګه مديريت شي او دهغو د ضايع کيدو مخه ونيول شي افغانستان به دتيلو لرونکو هېوادونو په شان  بډاى وي اوبې وزلي به له دغه هېواد څخه لرې کړي
دافغانستان کلنى اوبيزې  زيرمې اويا ملياردو مکعب مترو اوبو ته رسيږي  خو يواځې له پنځه ويشت سلنې څخه  يې ګټه اخستل کېږي .او ددغه هېوادزياته اندازه اوبه بهر ته  بهيږي .
په افغانستان کې داوبو  نه مديريت دغه هېواد  په اقتصادي لحاظ بې وسې او دژوندانه  دچاپيريال په لحاظ  وچ او بياباني کړى دى .
سره له دې چې په افغانستان کې ګڼ شمير بنسټونه (_دانرژى او اوبو او دکرنې ، اوبولګولو  اومالدارى وزارتونه  او نورې ادارې  )  داوبو دتنظيم  او مديريت لپاره  جوړې شوې دي  خو  ددغه هېواد زياته اندازه اوبه  په وړيا ډول نورو هېوادونو ته بهيږي .
داوبو په برخه کې  نه مديريت او نه همغږى  داسې حالت  رامنځته کړې  ده چې ګاونډي هېوادونه دافغانستان دغه ملي پانګه خپل مال بولي . او له دې پلوه دستر حق او حقوقو هيله لري .
افغانستان  له اوبو څخه  بډاى هېواد دى  خو دغه هېواد وچ او بياباني پاتې شوى دى . ددغه هېواد سطحي اوبه  بهر ته ځي ، او تر ځمکې لاندې اوبو کچه هم دبې پيمانې ، غير معياري او ظالمانه استفادې په دليل  بيخي ټيټه شوې ده
  په هېواد کې له اوبو څخه ظالمانه ګټه اخستنه او بې ځايه  دڅاه ګانو کيدنې دژوندانه دچاپيريال لپاره  سترې ستونزې  په ځان پسې لري . دژونديو موجوداتو ،  بوټو او نباتاتو ژوند يې  سخت  اغيزمن کړى دى .
داوبو کمښت په هېواد کې  کرکيله له جدي ستونزو سره مخامخه کړې ده  او رسمي سرچينې  په خپله  اعتراف کوي  چې داوبو دکمښت په دليل  په افغانستان کې دکرکيلې وړ  کابو نيمايي ځمکې  له کرکيلې   څخه پاتې کېږي .  په داسې حال کې چې  کرنيز اقتصاد ، په افغانستان کې دملي اقتصاد بنسټ جوړوي .
  داخبرې  دتکرار وړ دي  چې په افغانستان کې  له بهرنيو هېوادونوسره  دافغانستان دتړلتيا او دبې وزلي  دکمښت  يوه لاره  دهېواد داوبو  مديريت دى
داوبو په مديريت سره کولى شو  دکورنيو  اقتصادي ځواکمني  لوړه کړو او دملي عوايدو کچه پياوړي کړو .
نن ورځ  زيات هېوادونه شته  چې په نورو هېوادونو  داوبو په پلورنې  سره يې  دخپل اقتصاد  بنسټ  جوړ کړى دى .  په داسې حال کې چې  دافغانستان ګاونډيان  ددغه هېواد اوبه په وړيا ډول اخلي او خوشحاله هم نه دي .
داوبو مديريت ته دې بايد ديوه  ملي ستراتيژيکي  پروګرام په توګه  پاملرنه وشي .  داوبو دورځې نمايشي نماڼځنې  ،  درپوت وړاندې کول ، خدمت اويا دخپګان څرګندول دستونزو دغوټې  پرانستل نه دي  ، اوبه بايد  مديريت شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته