کابل باختر دوري ديارلسمه :
په خوست ولايت کې پرون د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې يو پوځي قوماندان له خپلو دوو تنو ساتوونکو سره يې شهيد شو او د ښوونځي يو شمېر زده کوونکي ټپيان شول .
دغه پيښه د دومنده ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ځانمرګي يرغلګر د ملکي او پوځي وګړو ترمنځ يو پوځي موټر ته څېرمه ځان وچاوه .
د خوست ولايت يو پوځي مقام باخترآژانس ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې يو پوځي قوماندان له خپلو دوو تنو ساتوونکو سره يې شهيد او د ښوونځي څه ناڅه شپږ تنه زده کوونکي ټپيان شول .
ده ډار اچوونکي د دغې پيښې عامل وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندولو او نيولو لپاره څيړنې پيل شوې دي .
د خوست ولايت د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغه ځانمرګي بريد د دريو تنو ټپي زده کوونکو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل