کابل باختر د وږي اوومه:
دبدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې دطالبانو بريد ناکام شو .
دبدخشان ولايت سيمه ييز مقامات وايي په دې بريدکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانى دامنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري باختر اژانس ته وويل: دغه بريد تيره شپه دطالبانو له خوا ددغه ولايت په يمګان ولسوالۍ وشو چې ددغې ولسوالۍ دامنيې قوماندانى د پوليسو دځواکونو له مقاومت سره مخامخ شو .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول چې دڅلورو تنو طالبانو مړي د يمګان ولسوالۍ دامنيې قوماندانى دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
په همدې حال کې دبدخشان دوالي ويندوى عبدالمعروف راسخ ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې وويل: اوس پوليس ديمګان ولسوالى په حالاتو واکمني لري او له دغې ولسوالۍ څخه دطالبانو دپاکولو لپاره دپوليسو له خوا هلې ځلې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل