امنیت

په پکتیکا کې د یوې پیغلې په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي دي

ښرنه باختر د جدي لومړۍ نېټه
د پکتیکا ولایت په سروبې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله د یوې  پيغلې په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته ویلي چې په دغه برید کې درې تنه طالبان او یوه پیغله وژل شوي دي.
ویل کېږي، د وژل شوې پیغلې هویت څرګند نه دی، چې څوک او څه دنده یې ترسره  کوله؟
خو د مسوولینو په وینا دغه پیغله د ترسره شوي برید پرمهال له وسله والو سره یوځای په یوه سیمه کې وژل شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته