ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٢١ مه:
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دميدان وردګو ولايت هغوحاجيانو ته چې شمېره يې له ١٠١ څخه تر ٤٨٨  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په ٢٢مه نيټه د شنبې په ورځ د سهار په څلورو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي او دغه راز د ننګرهار ولايت هغوحاجيانوته چې شمېره يې له ١څخه تر٣٠٠ پورې دي؛ سبا د سهار په څلورو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضرشي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي .
د عيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.
د يادونې وړ ده حاجيان دې بايد خپل د هويت کارتونه له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته