امنیت

يوځوان د برښنا کوټ په سا حه کې ووژل شو.

کابلباختردثور٢١
يوځوان هلک پرون نا وخته دکابل ښار په اوومې نا حيې په برښنا کوټ سا حه کې ووژل شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، عينې شاهدان وايي چې په دغه هلک له يوې لفظى شخړې وروسته بريد وشو اوپه پيښه ټپي شو اود سختې وينې بهيدنې له ا مله مړشو .
ويل شوى دى چې دده مړى دڅو ساعتونو لپاره دپيښې په سيمه کې پاتې شو ترهغه چې پوليس ورسيد اومړى يې دابن سينا رو غتون ته وليږداوه .
دپوليسو داوومې امنيتي حوزي امر تائيد کړه چې دغه پيښه د برښنا کوټ په ساحه کې را منځته شوى دى.
ده د مقتول نوم ونه ښود خو ويې ويل چې دغه پيښه دشخصي دښمنۍ زيږنده ده.
د اوومي حوزي امر ، د اړوندې حوزي د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې امر اود اسمايي زون د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې درياست مسوولينو په دې باب زيا تې څرګندونې ونه کړې.
دغه وژنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې په کابل کې جنايي پيښې په تيره بيا د وژنې دغلا پيښې زياتې شوي دي اوڅو ورځې مخکې دڅلورمې نا حيې دباغ بالا دساحې يو او سيدونکى د کورني تا و تريخوالى له ا مله يواتلس کلن ځوان وواژه او دوه تنه نور يې ټپيان کړل.
دکابل دساحوي زون د امنيه قوماندانۍ له دفتر، د جنايي جرمونو  دکشف اوتحقيق له رئيس او ددغې قوماندانۍ له نورو مسوولينو سره داړيکو د نيولو په خا طر له پرله پسې هلوځلو سره سره بريالى نه شو چې په کا بل کې د جنايي پيښو علتو نه ترلاسه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته