امنیت

د هلمند چارواکي: که د غلو مخه ونه نیول شي، د اړوندو حوزو له آمرینو سره به قانونی چلند وشي

کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې که د هرې حوزې په مربوطاتو کې غلا وشوه، د هغې حوزې له آمر سره به قانوني چلند کېږي. په ورته وخت کې هلمند مېشتو ولسي وګړو هم د حکومت د دغه اقدام ستاینه او هرکلی کړی دی.
د هلمند مرستیال والي بریالی نظري وایي: که چېرې د لښکرګاه ښار په هره حوزه کې غلا وشوه، د هغې حوزې له آمر سره به قانوني چلند وشي.
هغه لښکرګاه ښار ریانو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ښاریان دې خپلو ورځنيو بوختیاوو ته پراخیتا ورکړي.
بل خوا د دغه ولایت اوسېدونکي هم د حکومت د دغه اقدام ستاینه او هرکلی کوي او دوی وایې: که چېرې حکومت د حوزو پر آمرانو قانون عملي کړي، نو لرې نه ده چې دغه ولایت کې به د غلاوو مخه ونیول شې.
د هلمند سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې خلکو ته د غلا او شکونو د مخنیوې ډاډ ورکوي چې په دغو وروستیو کې د شکونو او غلاوو له امله د لښګرګاه ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته