سیاست

جمهور رئیس غني ازبکستان ته ورسېد

کابل باختر دچنکاښ څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د ازبکستان پلازمینې تاشکند  ته ورسېد.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته په تاشکند بین المللي هوايي ډګر کې د ازبکستان لومړي وزیر شوکت میرزایف، دعدلیې وزیر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تاشکند ښاروال هرکلی ووایه.
ورپسې جمهور رئیس غني او د ازبکستان لومړي وزیر په خپلمنځي کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکود پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته