سیاست

ولاديمير پوتين دافغانستان دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د دري نويمي کاليزي له امله حامدکرزي ته مبارکې وويله .

کابل باختر دوږي  لومړي

  دروسيې جمهور رييس ولاديمير  پوتين دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي په نامه ديو ليک په ليږلو سره دهيواد دخپلواکى دبيرته ترلاسه کولو ددري نويمي  کاليزي له امله مبارکې وويله .

 باختر اژانس ته  دجمهوري رياست دمطپوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دي ليک کې ويل شوي دي .

 دافغانستان دملي جشن  ستاسو دهيواد دخپلواکۍ  دبيرته ترلاسه کولو د کاليزي له امله زما د ديرو ښو مبارکېو مراتب ومني

 په افغانستان کې  دسولې او امنيت دتامينولو په لاره کې ستاسو هلوځلو ته زيات ارزښت ورکوو

 ددي کار نتيجي دمرکزي اسيا  په سيمه کې دثبات دساتنې لپاره ستر ارزښت لري او دځان له خوا له محترم  جلالتماب سره دهراړخيزو  مرستو دوام ته تيار يو

 دروان کال دجون په مياشت کې په پيکېنګ کې له تاسو سره دکتني خاطري مي په ښه  توګه په يادي دي او ډاډمن يم چې  په راتلونکې کې به هم منظمي او رغنده سياسي خبري زموږ دهيوادونو ترمنځ دمتقابلو ګټورو تجارتي او اقتصادي همکاريو او داړيکو له پراختيا سره مرسته وکړي .

  ښاغلي جمهور رييس تاسو ته دبشپړي  روغتيا او په دي ستر  مقام دبرياليتوب او دافغانستان خلکو ته دسولې اوسمسورتيا هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته