ټولنه

په ننګرهار کې دبريښنا دنويو ميترونو دنصبولو دپروګرام پيل

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
په ننګرهار ولايت کې دبريښنا دنويو ميترونو دنصبولو پروګرام نن پيل شو.
دغه ميترونه دهغو ميترونو پرځاى نصب کېږي چې په نړۍ کى  له هغو څخه کار اخستل پاى ته رسيدلى دى .
په ننګرهار ولايت کې دبريښنا شرکت مسوولان وايي چې دغه نوي  ميترونه  دضايعاتو مخه  نيسي او دهرې کورنى دبريښنا لګښت يې په دقيق  او عادلانه توګه سنجوي .
ټاکل شوې ده ترشلو ورځو پورې نوي ميترونه دزاړه ميرتونو پرځاى نصب شي.
دننګرهار ولايت دبريښنا شرکت رييس اکرام الله عابد باختراژانس ته وويل چې دغه نوي ميترونه دهرې کورنۍ دبريښنا رښتينې  لګښت سنجوي او دا د اوسيدونکو داقتصاد  له نظره  ښه دي .
په داسې حال کې  چې اوسيدونکي انديښنه لري چې نوي ميترونه ددوى لګښت لوړ نه کړي .
دوى وايي چې نوي ميترونه  حتى دبريښنا کوچني لګښتونه  سنجوي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته