کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دهيواد دشمال په دريو ولايتونوکې دبريښنا انرژۍ دکمښت ستونزې په دې وروستيو وختو کې لرې شوي دي .
دجوزجان بريښنا رييس غلام سخي سخا دباختراژانس خبريال ته وويل :هغه يوسلو څلور اتيا ميګاواټه بريښنا چې له ترکمنستان څخه دجوزجان ، سرپل او دفارياب ولايتونو ته غځول شوې ده له دې جملې څخه پنځه ديرش ميګاواټه يې دجوزجان ولايت ته اختصاص شوې ده .
سخا زياته کړه، دجوزجان ولايت خلک چې له څوکلونوراپديخوا دبريښنا انرژۍ دکمښت په نسبت له جدي ستونزو سره لاس اوګريوان و ددغې بريښنا په ليږدونې سره په بريښنا انرژۍ کې نيمګړتيا نه احساسيږي .
دشبرغان ښار اوسيدونکي ددغه اقدام له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې موږ اوس شپه اوورځ دبريښنا له انرژۍ څخه کار اخلو او هغه ستونزې چې پخوا ورسره مخامخ و ، حل شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل