سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا :

  بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو ، خويندو او ورونو !

 اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته .

 په وروستيو دوه دريو کلونوکې زموږ په ګران هيوادکې دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دکتاب او کتاب لوستلو داوونۍ په توګه نمانځل کيږي اوموږ همدا اوس  دهمدې اوونۍ په بهر کې يو .

 ګرانو هيوادوالو !

 له شک پرته دبشري تمدن اساس او بنسټ اودعلومو او فنونو په ټولو برخو کې پرمختګ په کتاب اومطالعه کې نغښتى دى .

 په ورځني ژوندانه کې دلازمو عادي معلوماتو له  ترلاسه کولو څخه نيولې تر ډيرو مهمو علمي ، مسلکي او فني مسئلو کې تر پوهې پورې ټول او ټول دکتاب ،ورځپاڼې ، مجلې او د ډول ډول مطبوعاتو دمطالعې  او لوستلو له لارې امکان لري .

 ګرانو ورنو !

 په نننۍ نړۍ کې هغه کسان چې دليک لوست  له نعمت څخه مستفد دي دزمانې له غوښتنې سره سم دخپل ژوندانه دچارو دپرمخ بيولولپاره مطالعې او لوستلو ته اړتيا لري او هغه کسان چې دنننيو علومو او فنونو په زده کړې بوخت دي . په تيره بيا هغو ځوانانو او تنکيوځوانانو لپاره چې په تعليم او تحصيل بوخت دي دکتاب او دمعلوماتي موادو مطالعه ددوى دپوهې دکچې  دلوړولو بنسټ بلل کيږي په تيره بيا ددوى دفکري او علمي پوهې دکچې د لوړولو بنسټ .

 ګرانوخويندو او ورونو !

 دمطالعې مينه اودکتاب ، مجلې او ورځپاڼي له لوستلو سره علاقمندي بايد په خپلو بچيانوکې دماشومتوب له دوران څخه ترويج کړو .

 لله الحمد په دې وروستيو وختو کې زموږ په هيواد کې د علمي اوفرهنګي اثارو دچاپولو په پراختيا سره دماشومانو لپاره هم په خپله زموږ په ژبو ذوقي کتابونه او تصويرلرونکي حکايتونه چاپ شوي دي ، دفرهنګ دپياوړتيا مرکزونه اوخپرونکي دماشومانو دکتابونو په چاپولو لاس پورې کوي .

 موږ هريو بايد خپل ماشومان دښوونځي په کتابونو سربيره اضافي مطالعې ته هم وهڅوچې ددوى دلوستلو اومطالعې روحيه زياته پياوړي شي په دې ترتيب دماشومتوب  له دورې څخه له مطالعې  او لوستلو سره مينه پيداکړي .

 ګرانو هيوادوالو !

 دشکر ځاى دى چې دتيرو کلونو په پرتله زموږ دهغو هيوادوالو ورونواوخويندو په شمير کې چې ليک لوست کولاي شي ديادونې وړ زياتوالي څرګند شوى دى .خو سره له دې هم دهغو هيوادوالو شمير چې په ليک لوست نه پوهيږي هم کم نه دى  بلکې له بده مرغه زيات دي .

 زه دهغې کورنۍ له باسوادو کسانو څخه هيله لرم چې د خپلې کورنۍ نورو غړو ته که چيرې دزده کړې لپاره زمينه ورته برابره نه ده په تيره بيا دهرې کورنۍ ماشومانو اوتنکيو ځوانانو ته ليک لوست زده کړي چې هغوى ليک لوست زده کړي چې وکولاي شي دخپل ژوندانه ورځنۍ  ستونزې په خپله  حل کړي .

 داطﻻعاتواو فرهنګ وزارت ، فرهنګي مرکزونه او دګران هيواد خپرونکي ملي مکلفيت لري چې زموږ دخلکو په تيره بيا دهيواد دماشومانو او تنکيو ځوانانو  دمعلوماتي او فرهنګي کچې دلوړولو په مقصد معلوماتي کتابونه  اواثار چاپ  کړي . چې زموږ دخلکو علمي ، فرهنګي اومعلوماتي کچه دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې لوړه شي  او دکتاب دوستي او کتاب لوستلو فرهنګ لازيات سمون ومومي. انشا الله . تر راتلونکو  خبرو پورې خداى پامان ښاد او اباد واوسي په تيره بيا  دهيوادګرانو ځوانانو او ماشومانو کتاب لوستل اومطالعه مه هيروي بلکې زياته کړي .  کم وخت دتلويزيون ننداره وکړي او خپل زيات وخت  دکتاب ، مجلې او ورځپاڼې او دنورو ګټورو مطالبو مطالعې  ته وقف کړئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته