امنیت

امريکا د افغان ځواکونو روزنې ته ژمنه ده

قندهار باختر د کب د مياشتې ٢٢ مه
امريکا د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ژمن ده او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې د امريکا د متحده ايالاتو سفير  جان بس د قندهار له والي سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د افغانستان سره د امريکا د مرستو پر دوام، امنیتي وضعيت، د افغان ځواکونو پر تجهیز، برېښنا، کرنې، پوهنې او په لوړو زده کړو باندې خبرې وشوې.
د قندهار والي زلمي وېسا د امريکا د مرستو څخه د مننې ترڅنګ د افغانستا سره د امريکا پر دوامداره مرستو ټينګار وکړ.
هغه وويل، حکومت د امنيتي ځواکونو د ښې رهبرۍ په رامنځته کولو کې ښې لاسته راوړنې لري او اوس هم په دې برخه کې جدي هڅې کوي.
هغه دغه راز د نشه يي توکو د کښت او قاچاق او د دولتي ځمکو د غصب څخه د خلاصون په برخه کې د لاسته راوړنو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د لا جدي مبارزې کولو ډاډ څرګند کړ.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس د قندهار د ولایتي ادارې لاسته راوړنې وستایلې او له افغانستان سره يې د امريکا د دوامداره مرستو په کولو ډاډ څرګند کړ.
هغه وويل چي هېواد يې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ژمن دی او په دې برخه کې به يې مرستې دوام وکړي.
هغه  جنرال زلمي ويسا ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په قندهار کې په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته