سیاست

حامد کرزي د مارشال محمدقسيم فهيم د مرينې له امله خواشيني څرګنده کړه

کابل_باختر د کب دمياشتې ١٨ مه:
په ډېرې خواشينۍ سره، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله و انا اليه راجعون
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د جمهوري رياست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د وفات له امله د افغانستان ملت ته تسلیت ووایه او د هغه مړينه يې د افغانستان لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.
د هېواد جمهور رئيس مارشال محمد قسیم فهیم یو وطن دوست افغان او ستر مجاهد وباله.
جمهور رئيس کرزی د مرحوم کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت هيله کوي.
له نن یکشنبې د کب له ۱۸ مې څخه د کب تر ۲۰ مې د سې شنبې تر ورځې پورې، د دریو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلاميږي او په دې موده کې به د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته