ټولنه

له ٧٥٠ بيوزلو کورنيو سره دخوراکي توکومرسته وشوه

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

دخيرخواه خيريه ټولنې په کابل ښارکې  له اووه سوه پنځوسو بيوزلوکورنيو سره دخوراکي توکو مرسته  وکړه.

دباختراژانس دخبرله مخې دکابل دسوداګري اوصنايعو دخونو دعامل هيت رييس رحيم الله حميد نن دموادو دويشلو په مراسمو کې وويل دخيرخواه خيريه ټولنې ددغه خونو په همکاري  تراوسه پورې په کابل ښار او دکابل ولايت په اړوندو ولسواليو کې په څوارلسو زرو بيوزلو  کورنيوباندې خوراکي توکي ويشلي دي .

ده زياته کړه چې  دخيرخواه خيريه ټولنه په پام کې لري چې دکابل ښاروالۍ په څلور زره خدماتي پرسونل هم خوراکي توکي وويشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته