امنیت

شپږ طالبان په لوګر کی ووژل شول

پل علم / دلړم ۲۷ /باختر
دلوګر امنیتی مسوولانو په دغه ولایت کی د۶ طالبانو دوژل کېدو او دنهو نورو دنیول کېدو خبر ورکړ .
د۲۰۳ تندر قول اردو دڅلورمی لوا دمطبوعاتو مسوول احمد شکیل تسل باختر آژانس ته وویل چی تېره شپه امنیتي ځواکونو دلوګر دبره کي برک ولسوالۍ په سجاوندسیمه کی ګډچاڼیز عملیات تر سره کړل چی په پایله کی يې ددوو سیمه ییزو قوماندانانو په ګدون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او نهه نور ونيول شول .
دا په داسی حال کی ده چی د دوو اوونیوپه بهیر کی په لوګر کی دپوځیانو عملیات زیات شوی .او ددولټ وسله والو مخالفینو ته دسر درونډ زیان اوښتی دی .
پای شکریه خروټی

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته