کابل باختردسلواغي دولسمه :
دقندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه پوليسان شهيدان شول.
په دې پيښه کې چې تېرماښام رامنځته شوه؛ يوبل پوليس ټپي شو .
د قندهار د والي د دفتر رييس پرويزنجيب باخترآژانس ته وويل: د پوليسو د سرتيرو د سپرلۍ موټرچې دګزمې په حال کې وو؛ دسپين بولدک ولسوالۍ د رباط په ساحه کې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت او د هغې د چاودنې له امله چې رامنځته شوه؛ دپوليسو څلور تنه سرتيري شهيدان او يوبل پوليس ټپي شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ